د خواخوږۍ پيغام
عبدالولي منگل عبدالولي منگل

 

په ژور خپګان سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د پرمختګ غوښتونکو غورځنګونو يو نه ستړی کيدونکی او ماتې نه منونکی مبارز، د ټولنيز  عدالت، سولې، دموکراسۍ او د انسان د سعادت د لارې ټينګ پلوی او مل  له لاسه لاړ.

قدرمن ملګری محمود بريالی وفات شو.

او له دې سره سم د افغانستان د پرمختګ پالونکو پاڅونونو او غورځنګونوله ليکو نه يو داسې پوخ سياستوال او سياسي فنکار  د تل لپاره ګوښه شو، چې خپل ټول ژوند يې د خپل ولس د نيکمرغۍ، سولې  او سوکالۍ او د ظلم او استبداد د کړيو نه د ځپل شوو مظلومانو  د خلاصون په لار کې وقف او چمتو کړی و.

د افغانستان د تېر او نني   مترقي بهير  د غورځنګ  او مبارزې سره د ملګري محمود بريالي نوم په زرينو مزيو پيئلی دی . بې انصافي به وي چې که  د افغانستان د پرمختګ غوښتونکو غورځنګونو د سياسي ښوونځي په هکله  شننه او څېړنه کيږي او ورسره د محمود بريالي وياړلی نوم ياد نه شي.

وايي چې مبارزين مري خو غورځنګونه هيڅکله نه مري، هغه لا پياوړي کيږي او د خپلو هم سنګرو لارويانو او لارښوونکوپه لار پر مخ ځي او هدف ته رسيږي.

په دې  اړه او په دې دروند غم کې په خپل وار سره بې سارې خواخوږي پر ځاې کوم او په ځانګړې ډول د محمود بريالي عزتمندې کورنۍ، د افغانستان د پرمختګ او ولسواکۍ فراګير غورځنګ غړو او ټولو هغو ته چې د ګران افغانستان د نيکمرغۍ، پرمختګ او دموکراسۍ په لار کې مبارزه کوي  تسليت وايم او په دغه زړه بګنونکي غم کې ځان شريک بولم او د مرحوم بريالي روح ته د درنښت سر ټيټوم.

 


December 9th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها